سوډان د ډرون په برید کې ۱۰ تنه ووژل شول

د سوډان په شمالي دارفور ایالت کې پر یوه ګڼه ګوڼه بازار د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی، چې د سوډان په نورو برخو کې هم جګړې زور اخیستی دی.

په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه چې د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوې، لسګونه زره خلک یې وژلي او نږدې ۱۲ مېلیونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۲۱ مېلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2172e
دکمه بازگشت به بالا