سوډان پر روغتون او ښوونځي برید کې ۱۱۴ کسان وژل شوي

په سوډان کې د جګړو د شدت په دوام، پر یوه روغتون او ښوونځي برید کې د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ تنه وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډانوم غیبریوس دغه برید غندلی او دا یې «سخته ظالمانه او د انسانیت ضد کړنه» بللې ده.
ځايي چارواکي د برید پړه د چټک ملاتړ وسله‌والو ځواکونو «RSF» پر غاړه اچوي.

په ياد هېواد کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د حکومتي ځواکونو او ځايي وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې دوام لري.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دغو جګړو له امله تر اوسه له ۱۳ زرو ډېر کسان وژل شوي دي او د بشري وضعیت خرابېدو اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w666e
دکمه بازگشت به بالا