سویلي افریقا افغان لوبډله په دویم سوپر اور کې ماته کړه

د نړۍوال جام سیالیو پر دوام سویلي افریقا په دویم سوپر اور کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه. سویلي افریقا د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۸۸ منډو هدف ټاکلی و؛ افغان لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې جوړې کړې او لوبه سوپر اور ته ولاړه.
په لومړي سوپر اور کې افغان لوبډلې ۱۷ منډې جوړې کړې، چې سویلي افریفا دغه منډې پوره کړې او لوبه دویم سوپر اور ته لاړه. په دویم سوپر اور کې سویلي افریقا لوبډلې د ۲۴ منډو هدف وټاکه او افغان لوبغاړو دغه هدف پوره نه‌کړ او په دویم سوپر اور کې یې ماتې وخوړه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q302q
دکمه بازگشت به بالا