سویډن راستانهشویو کډوالو ته ۷۰ میلیونه کرونه مرسته وکړه

د سویډن حکومت اعلان کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدو د پروسې د چټکولو او د نامنظم کډوالۍ د کمولو لپاره به د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته ۷۰ میلیونه کرونه نوي تمویل ورکړي. دغه مرستې کې د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو کډوال شامل دي.
چارواکو ویلي، چې دا تمویل به د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره د نړیوال سازمان سره په همکارۍ وکارول شي، ترڅو هغه کډوال چې د استوګنې جواز یې نه دی ترلاسه کړی یا غواړي خپل هېواد ته بیرته ستانه شي، په اسانه او ګړندي ډول راستنې شي. دغه پروګرام د افغانستان، سوریې، سومالیا، عراق، ازبکستان، تونس او لیبیا په ګډون د څو هېوادونو کډوال پوښي.
د تمویل یوه برخه به د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مشورې خدماتو، د سفر ترتیباتو او اساسي ملاتړ برابرولو ته ځانګړې شي. هدف یې د کډوالو پروسې ښه اداره کول او د هېواد د کډوالو سیسټم باندې د نامنظم کډوالۍ فشار کمول دي.
چارواکو ټینګار کړی، چې د نړیوالو ادارو سره همکاري د بېرته راستنېدو پروګرامونو په اغېزمن پلي کولو کې مهمه ده او کولی شي پروسه په منظم او خوندي ډول اسانه کړي.
سویډن په وروستیو کلونو کې په اروپا کې د کډوالو د ترلاسه کولو یو له مخکښو هېوادونو څخه دی. د پناهغوښتنې د غوښتنلیکونو د زیاتوالي سره، هېواد هڅه کړې چې د هغو کسانو د بېرته راستنېدو پروسه اداره کړي چې د استوګنې جواز نه لري. په دې برخه کې د کډوالو نړیوال سازمان د تخنیکي او عملیاتي ملاتړ له لارې د حکومتونو سره مرسته کوي.
دغه اقدام د سویډن د هغو هڅو برخه ده، چې غواړي د کډوالو مدیریت سیستم اغېزمن، شفاف او د نړیوالو معیارونو سره سم پرمخ یوسي.

