سپین‌بولدک د پاکستاني ځواکونو ډزو درې افغانان وژلي، پنځه ټپیان شوي دي

په کندهار کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوول علي محمد حقمل وایي چې په سپین بولدک کې د تېرې شپې نښتې له امله د پاکستاني ځواکونو په ډزو درې افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

حقمل څرګنده کړې چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او د سیمې اوسېدونکي دي. د سرچینې په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونه په لوی لاس د ملکي وګړو پر لوري ډزې وکړې، چې له امله یې ټولې مرګ‌ژوبلې پر بې‌وسه خلکو راغلې.

ځايي مسوولین زیاتوي چې افغان سرحدي ځواکونه د وضعیت د کنټرول او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اړ شول متقابل غبرګون وښيي. د نښتې له پای ته رسېدو وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده او د پیښې په اړه څېړنې روانې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w496e
دکمه بازگشت به بالا