سپینه ماڼۍ د ویاندې دفتر ته د خبریالانو تګ بند شو

سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر دفتر ته نږدې ځینو دفترونو او د سپینې ماڼۍ د ویاندې دفتر ته د خبریالانو پر ورتګ محدویت لګول شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ د نوي قانون لمخې، خبریالان نشي کولای چې د دغې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویټ د دفتر په ګډون ځینو نورو دفترونو ته له وخت اخیستو پرته ولاړ شي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي، دغه اقدام د ځینو حساسو مالوماتو د خوندیتوب په موخه شوی دی.

