سپینې ماڼۍ د ټرمپ نوی فرمان افغانستان او ۱۱ هېوادونو ته د سفر محدودیتونه ټینګوي

سپینې ماڼۍ په یوه تازه راپور کې اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو نوی اجرایي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې متحده ایالاتو ته د هغو هېوادونو د وګړو پر ننوتلو محدودیتونه نور هم پراخ او سخت شوي دي، چې د امنیتي ارزونو، شالیدي پلټنو او د معلوماتو شریکولو په برخه کې جدي نیمګړتیاوې لري.
د یاد فرمان له مخې، پر افغانستان او د نورو یوولسو هېوادونو پر وګړو لګېدلي پخواني بشپړ محدودیتونه پر خپل حال پاتې دي او بدلون پکې نه دی راغلی. سپینه ماڼۍ وایي، دغه پرېکړه د ملي امنیت د پیاوړتیا، د سرحدي کنټرول د اغېزمنتیا او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه شوې ده.
په راپور کې راغلي چې هغه هېوادونه، چې له امریکا سره د مسافرو اړوند معلومات نه شریکوي او یا هم د هویت د تثبیت په بهیر کې لازم معیارونه نه پلي کوي، د دغو محدودیتونو تر ټولو ستر هدف بلل کېږي. د امریکا حکومت ټینګار کړی چې دا اقدامات به تر هغه وخته دوام ولري، څو اړوند هېوادونه د امنیتي همکارۍ معیارونه بشپړ کړي.
بلخوا، د افغان اېواک په څېر یو شمېر بنسټونو د دغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول محدودیتونه د هغو افغانانو پر برخلیک منفي اغېز کوي، چې د امریکا له بنسټونو سره یې په تېرو کلونو کې همکاري کړې ده. دغو بنسټونو له امریکايي چارواکو غوښتي چې د بشري ملاحظاتو په نظر کې نیولو سره د ځانګړو قضیو لپاره استثناوې رامنځته کړي.
سپینه ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې د امنیتي ګټو ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او هر ډول پرېکړه د همدغه اصل پر بنسټ عملي کېږي.

