سیفالاسلام قذافي په لیبیا کې په ډزو وژل شوی

نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې د لیبیا پخواني رهبر معمر القذافي تر ټولو پېژندل شوی زوی، سیفالاسلام قذافي، وژل شوی دی. راپورونو کې راغلي چې نوموړی د ډزو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
کورنۍ ته نږدې سرچینو او د هغه وکیل خالد الزایدي دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې پېښه جدي ده او موضوع رسمي مراجعو ته سپارل شوې ده. ځینو لیبیايي رسنیو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د امنیتي ارګانونو له لوري لومړني معلومات راټول شوي دي.
د لیبیا لویې څارنوالۍ په یوه لنډ بیان کې ویلي، سیفالاسلام قذافي په ډزو وژل شوی، خو د پېښې څرنګوالي، انګېزو او عاملینو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي. چارواکو ټینګار کړی چې تر بشپړو څېړنو مخکې وروستۍ پایله نه شي اعلانېدای.
سیفالاسلام قذافي د لیبیا په سیاسي تاریخ کې له جنجالي څېرو ګڼل کېده او نوم یې د پلار له واکمنۍ وروسته هم د هېواد سیاسي بحثونو کې مطرح و. د هغه د وژل کېدو خبر په سیمهییزو او نړیوالو کړیو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي او تمه کېږي چې د قضیې نور جزییات به د رسمي څېړنو له بشپړېدو وروسته شریک شي.

