سیمه‌ییز هېوادونه د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي اقدامونه خطرناک بولي

د سیمې هېوادونو تازه څرګندونې ښيي چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به ستونزې لا پسې زیاتې کړي او وضعیت به ترینګلی کړي.
ترکیې او روسیې په خپلو څرګندونو کې ویلي، ایران د اټومي وسلو جوړولو اراده نه لري، او که واشنګټن پر دې هېواد برید وکړي، په سیمه کې کړکېچونه او ناوړه پایلې به ژورې شي. روسي چارواکو په خبرداری کې ټینګار کړی چې په امریکا برید به سیمه‌ییزې ستونزې شدیدې کړي او د سولې او ثبات لپاره خطرناک وي.
ترکي چارواکو هم څرګنده کړې چې ستونزې باید د خبرو او دیپلوماتیکو لارو له لارې حل شي، نه د پوځي فشار په وسیله. دوی ټینګار کړی چې هر ډول تجاوز به په سیمه کې تازه کړکېچونه رامنځته کړي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له تهران سره د خبرو سرې کرښې نه لري، خو په حقیقت کې د پوځي ګواښونو او فشار له لارې هڅه کوي چې ایران له خپلو حقونو وځوروي.
وروستیو راپورونو ښيي چې په عمان کې د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ هسته‌يي مذاکرات شوي، چې پرېکړه پکې د خبرو پر دوام ټینګار کړی، خو د امریکا بې‌ثباته چلند د سیمې لپاره لا هم د اندېښنې وړ دی.
د یادونې وړ ده چې په ایران کې له وروستیو خونړیو لاریونونو وروسته، د واشنګټن فشارونو او پوځي ګواښونو له امله اړیکې تر مخکې زیات ترینګلي شوې دي، او سیمه‌ییز هېوادونه د امریکا د پوځي اقدامونو پر ضد جدي اندېښنې لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q224q
دکمه بازگشت به بالا