سینا غره: د سیاحتي پروژې د پراختیا پلانونو له امله د مقدس میراث د له منځه تلو اندېښنې

له کلونو راهیسې لیدونکي به د یوه کوچي یا بدوي لارښود په ملتیا د سينا غره ته په دې تکل ختل چې د ډبرینو غرونو پر هسکو د لمر ختو ننداره، یا د دوي په لارښونې پلي مزلونه وکړي.
دا ځای چې د مصر له سپېڅلو ځایونو شمېرل کېږي، او د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو لپاره مقدس دی، اوس د یوې نوې سترې سیاحتي او پراختیایي پروژې د پلان له امله لانجمن شوی دی.
په سیمهيیزه توګه چې جبل موسی بلل کېږي، د سینا غره هغه ځای دی، چې ویل کېږي حضرت موسی علیهالسلام ته لس فرمانونه ورکړل شوي وو. ډېر خلک په دې باور هم دي، چې دا هماغه ځای دی چې، د تورات یا بایبل او قران شریف له مخې، خدای له پېغمبر سره خبرې کړې وې.
د شپږمې پېړۍ سېنټ کرترین هغه عبادت ځای چې د یوناني ارتودوکس کلیسا لخوا اداره کېږي، هم هلته موقعیت لري، او داسې ښکاري چې راهبان به هلته پاتې کېږي ځکه چې د یونان د فشار له امله د مصر چارواکو دا رد کړې چې ګواکې غواړي دا عبادت ځای به وتړي.
خو لا هم ژورې اندېښنې شته چې دا له نړۍ جلا پاتې بېدیا، چې د یونیسکو نړیوالو میراثو لیست کې شامله ده او پکې د عیسویانو عبادت ځای، ښار او غرونه شامل دي، څنګه بدلېږي او هلته د پرمختللو هوټلونو، ویلاوو او بازارونو د جوړېدو کار روان دی.