سېف دې چلډرن: د ختیځ زلزلې ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي

د ماشومانو وجهي صندوق یا سېف دې چلډرن وايي،‌ ګڼ شمېر کورنیو د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې پر مهال د نفقې ګټوونکې بایللې دي.
دغه سازمان دوشنبه (د اکتوبر ۶مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي د هغو ماشومانو پالنه اوس خپل خپلوان کوي، چې میندې او پلرونه یې په وروستۍ زلزله کې مړه شوي، په داسې حال کې چې دا کورنۍ پخپله هم پر مرستو متکي دي.

د سېف دې چلډرن په وینا، راتلونکو میاشتو کې د ژمي رارسېدو سره د دغو کورنیو اړتیاوې نورې هم زیاتېږي.

د اګسټ د ۳۱مې زلزلې د افغانستان په ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه او تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړل.
مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په دې زلزله کې لږترلږه ۲۷۱ ماشومان یتیمان شوي دي.
اکثریت بې‌کوره شوي خلک چې ماشومان هم پکې دي، لنډمهالو پنډغالو او یا په خپلو نړېدلیو کلیو کې تر خیمو لاندې شپې سبا کوي.‌

د یادونې ده چې دې زلزلې کرنې او مالدارۍ ته هم پام وړ زیان اړولی، چې د ځايي کلیوالو اوسېدونکو ژوند ورپورې تړلی دی.
سېف دې چلډرن وايي،‌ له هرو لسو څخه نهو کورنیو ته ویلي، چې د کورونو د نړېدو له کبله یې ټول زېرمه کړي خواړه لمنځه تللي او همدا راز تر ۷۰۰۰ ډېر څاروي‌ هم مړه شوي دي.‌
سېف دې چلډرن وایي نږدې ۴۰۰ زره کسان چې تر نیمایي ډېر (۲۵۰ زره) یې ماشومان دي مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6302a
دکمه بازگشت به بالا