سېکان او هندوان: د کونړ زلزلهځپلو ته د خوراکي توکو مرسته ورسوله

په ننګرهار کې د افغان سېکانو او هندوانو شورا د کونړ له زلزلهځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي چې د افغان سېکانو او هندوانو د سرتاسري شورا مشر منجیت سېنګ لامبا په کونړ کې د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي او په دې پېښه خواشيني څرګنده کړه او ویې ویل چې “په دې ستر ویر کې له خپلو هېوادوالو سره ولاړ دي.”
د ننګرهار د رسنیو دفتر پرخپله اېکسپاڼه همدا راز لیکلي چې د دې ټولنې له لوري د کونړ ولایت د ۲۰۰ زلزلهځپلو کورنیو لپاره د اوړو او غوړیو مرسته د “کمېټې مسؤلانو” ته وسپارل شوه چې وروسته به پر زیانمنو کورنیو ووېشل شي.