شانګهای سرمشریزه: د چین او هند مشران د باور زیاتېدو خبرې کوي

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه نن (یکشنبه) د چین په شمالي بندري ښار تیانجین کې د نړۍ ۲۰ مشرانو په ګډون پیلېږي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان د دې دوې ورځنۍ سرمشریزې د ګډونوالو په ډله کې شامل دي.
د راپورونو له مخې ولسمشر پزشکیان د دې سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر شي ژین پینګ او ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. دا په تېرو ۷ کلونو کې چین ته د لومړي وزیر مودي لومړنی سفر دی.
شي ژین پینګ او نریندرا مودي د یکشنبې پر ورځ د سرمشریزې په څنډه کې سره ولیدل او ویې ویل چې له کلونو کړکېچ وروسته د دوی ترمنځ باور زیات شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې، ښاغلي مودي وویل هند د “متقابل باور، درناوي او حساسیت” پر بنسټ د اړیکو پرمختګ ته ژمن دی.
ښاغلي شي وویل چین او هند سیالان نه دي، بلکې ملګري دي، نه سیالان. ولسمشر شي ژین پینګ وویل چې نړۍ بدلېږي او نړیوال وضعیت په ګډوډۍ کې دی.