شان وانډيور وایي د کډوالۍ سخت اقدامات افغان کورنۍ ستونزو ته مخامخ کوي

د افغان اېواک مشر شان وانډيور ویلي، د کډوالۍ سخت اقدامات کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي او زرګونه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، له ناڅرګند وضعیت سره مخامخ شوي دي.
نوموړي د کالیفورنیا د والي ګېون نیوسم څرګندونې شریکې کړې او ویلي یې دي، اوسني تطبیقېدونکي اقدامات کورنۍ جلا کوي او پر ټولنیز ثبات اغېز کوي. د کالیفورنیا والي هم په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې دا تګلارې پر ټولنو مستقیم اغېز لري او سیمه‌ییز حکومتونه هڅه کوي د خپلو اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
شنونکي وایي، د کډوالۍ د بهیر ځنډ او محدودیتونه هغو افغانانو ته چې د اداري، مسلکي او تخنیکي همکاریو له لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په پروسو کې شامل دي، اداري ستونزې او اوږده نامعلومه انتظارونه رامنځته کړي دي. د دوی په وینا، دا حالت د کورنیو پر اقتصادي او رواني وضعیت اغېز کولی شي.
د راپورونو له مخې، ګڼ افغانان اوس هم د کډوالۍ د دوسیو د پروسس په پړاوونو کې دي، خو د تګلارو بدلونونو او نوو مقرراتو له امله یې چارې ورو شوې دي. ښاغلي وانډيور مخکې هم ویلي وو، چې د کډوالۍ بهیر کې اداري خنډونه او سیاسي پرېکړې د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري او اړتیا ده چې دا بهیر په منظم، روښانه او بشري چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w865w
دکمه بازگشت به بالا