شیرپاو: پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ له افغانستان څخه دی

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي، د ده په اند پاکستان ته امنیتي ګواښونه له افغانستان سره تړاو لري او ادعا کوي چې اسلامي امارت د دوحې له هوکړې سره سم خپلې ټولې ژمنې نه دي عملي کړې.

نوموړي ویلي، وروسته له هغو پوځي عملیاتو چې په ۲۰۱۴ کال کې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې ترسره شول، د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي د ده په وینا د ډیورنډ هغې غاړې ته واوښتل. هغه ادعا کړې چې دغه ډله اوس د پاکستان پر ضد له هغو وسلو استفاده کوي چې پخوا د امریکا او ناټو پورې تړلې وې.

شیرپاو همدارنګه ویلي، د دوحې په هوکړه کې دا ژمنه شوې وه چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، خو د ده په باور دغه موضوع لا هم د اندېښنې وړ ده.

بل لور ته اسلامي امارت دا ډول ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې شتون نه لري، بلکې په خپله پاکستان کې فعالیت کوي او هلته مرکزونه لري. اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د تیراه سیمې د خلکو د بې‌ځایه کېدو په اړه ویلي، دا بهیر د خلکو په مشوره او رضایت ترسره شوی دی.

خو د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، بې‌ځایه شوي خلک د ژمي په سړه هوا کې له سختو انساني ستونزو سره مخ دي او تر اوسه یې بنسټیزو اړتیاوو ته لازم رسیدګي نه ده شوې. د دوی په وینا، اوږده او ستونزمن سفرونه، د سرپناه نشتوالی او د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو زیاتې ستونزې د دې بې‌ځایه کېدو تر ټولو سترې ننګونې دي.

 

دکمه بازگشت به بالا