صادراتو ته وده: د صنعت وزیر آنلاین مشورتي غونډه کې د اسانتیاوو او شفافیت ټینګار وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشرۍ د هېواد د صادراتو د چارو د تنظیم او ښه والي په موخه لومړنۍ مشورتي غونډه په «آنلاین» بڼه ترسره شوې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د صادراتو د مرکزونو مسوولينو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي او د صادراتو د اسنادو د اسانتیا، تصدیقنامو او انوایسونو په ثبت او ځواب ورکولو بحث شوی دی.
ښاغلي عزیزي په خپلو خبرو کې د عوایدو د راټولولو په شفاف میکانیزم، د پروسو ډیجیټل کول او د مرکزونو ترمنځ همغږي د وزارت له لومړیتوبونو بللي دي.