صادق خان له تاجک سفیر سره د افغانستان وضعیت وڅېړل شو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان وايي چې د دغه هېواد لپاره یې د تاجکستان له سفیر «یوسف شریف‌زاده» سره کتلي دي.

صادق خان په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې امنیت او همداراز د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

صادق خان دا نه دي ویلي چې دوی د افغانستان په اړه پر کومو مسایلو خبرې کړې، خو هغه په وروستیو کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان په اړه ناستې او خبرې اترې زیاتې کړې دي.

دا کتنې وروسته له هغې کېږي چې وړمه شپه پاکستاني حکومت د افغانستان پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې نهه ماشومان او یوه ښځه شهیدان او یو شمېر کسان ټپيان شول.

د پاکستاني حکومت دا هوایي بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او له ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

بلخوا اسلامي امارت هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w202e
دکمه بازگشت به بالا