صهيونيست رژيم: پر غزې تازه بريدونه؛ ۶۲ شهیدان او زرګونه بېځايه شوي

صهيونيست رژيم پر غزې تازه بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۶۲ تنه شهیدان شوي او تر ۶ زره زیات فلسطینیان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، دغه بریدونه په پرلپسې توګه روان دي او ګڼې ودانۍ، په ځانګړې توګه هغه ښوونځي چې ملګرو ملتونو د سرپناه په توګه کارول، په بشپړ ډول نړېدلي دي.
د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بسل ویلي، اوس د غزې ښار اوسېدونکي د کلابندۍ او پرلهپسې بمباريو له امله په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي.
عیني شاهدانو زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره پرلهپسې بریدونه کوي او په همدې حال کې یې د «شپې پاڼې» په وېشلو سره خلک د لوږې، وېرې او مرګ تر سیوري لاندې له خپلو سیمو وتلو ته اړ کړي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلو جګړهيیز الوتکې هر لس تر پنځلس دقیقو وروسته پر ودانیو بمونه غورځوي، په داسې حال کې چې خلکو ته د ژغورنې لپاره د تېښتې کافي وخت نه ورکول کېږي.
د اسرائیلو پوځ په نړیوالو غوښتنو سربېره، تر اوسه په خپلو بریدونو کې کموالی نه دی راوستلی او لا هم هڅه کوي غزه په بشپړ توګه ونيسي.