طارق فضل چودري: د پاکستان پر لور هره ناپاکه سترګه به له منځه یوړل شي

د پاکستان د پارلماني چارو فدرالي وزیر طارق فضل چودري ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک په افغانستان کې د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کړي او خبرداری یې ورکړی چې هر څوک د پاکستان پر ضد اقدام وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې تېره شپه یې په افغانستان کې د وسله‌والو اووه پټنځایونه په نښه کړي او په پایله کې یې ګڼ شمېر وسله وال وژلي دي. هغوی ټینګار کړی چې د «فتنه الخوارج» په نوم ډلې مرکزونه یې په بریالیتوب سره ویشتلي دي.
خو اسلامي امارت چارواکي وایي، یاد بریدونه په عامه ځایونو او پر ملکي وګړو شوي او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان ته به د دغو بریدونو په بدل کې مناسب او پریکنده ځواب ورکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s258h
دکمه بازگشت به بالا