طلوع نیوز د «ایکس» حساب مو له کنټروله وتلی، څېړنه روانه ده

د طلوع نیوز ټلوېزیون اعلان کړی چې د دغه شبکې رسمي حساب په ټولنیز پلاتفورم «ایکس» (پخوانی ټویټر) کې له پرون ماښام (دوشنبه) راهیسې د خبریالانو او تخنیکي ټیم له لاسرسي وتلی دی.

د موبی ګروپ تخنیکي څانګې څرګنده کړې، چې د حساب د بندېدو لامل لا هم تر څېړنې لاندې دی او هڅې روانې دي څو یاد حساب ته لاسرسی بېرته ترلاسه شي.

طلوع نیوز له خپلو لیدونکو او مینه‌والو غوښتی، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې د هر هغه محتوا له باور کولو ډډه وکړي، چې ښايي له همدې حسابه خپور شي، ځکه دا به د ادارې له رسمي ټیم سره تړاو ونه لري.

همدارنګه یادونه شوې، چې د طلوع نیوز رسمي او باوري معلومات اوس هم د دې شبکې له نورو ټولنیزو رسنیزو پاڼو او همدارنګه د طلوع نیوز له ټلوېزیوني خپرونو څخه تر لاسه کېدای شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6970a
دکمه بازگشت به بالا