عباس عراقچي د امریکا سره د اټومي خبرو دویم پړاو لپاره جېنوا ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او ورسره مل پلاوی له امریکا سره د اټومي خبرو اترو د دویم پړاو کې د ګډون لپاره جېنوا ته رسېدلی دی.
ایراني رسنیو ویلي، نوموړی د خبرو اترو د دویم پړاو او ځینو ډیپلوماتیکو سلامشورو لپاره دغه ښار ته سفر کړی.
بلخوا، رویټرز راپور ورکړی و چې د امریکايي پلاوي په ترکیب کې سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر هم شامل دي او ټاکل شوې له ایراني چارواکو سره وګوري.
په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، تر اوسه یې د امریکا له لوري رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی او د خبرو جزییات څاري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د توغندیو موضوع د ایران د ملي امنیت برخه ده او په مذاکراتو کې به پرې بحث ونه شي.
د یادونې وړ ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شوی و، چې د عراقچي په وینا، خبرې اوږدې او سختې وې.

