عبدالباري عمر د فشار، بېمهاره مصرف او پراختیا له امله د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په یوه معلوماتي غونډه کې ویلي، چې هېواد کې وروستۍ برېښنا پرچاوي د درېیو بنسټیزو عواملو له امله رامنځته شوې دي.
هغه څرګنده کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو د شمېر زیاتوالی پر موجوده برېښنايي شبکې اضافي فشار رامنځته کړی او د وېش ظرفیت یې اغېزمن کړی دی. د نوموړي په وینا، په ښارګوټو، استوګنیزو سیمو او صنعتي پارکونو کې د پراختیا او جوړېدو لړۍ چټکه شوې، چې د برېښنا غوښتنه یې په بېساري ډول لوړه کړې ده.
ډاکټر عمر درېیم مهم لامل د عامو خلکو له اړتيا پورته مصرف بللی، او ټینګار یې کړی چې کله ناکله شبکه د کارونکيو له زیات بارونې سره مخ کېږي چې د پرچاوۍ لامل ګرځي. هغه زیاته کړه، چې د شته ظرفیت په نسبت بېمهاره استعمال د شبکې د ثبات لپاره جدي ننګونه ده.
د برېښنا شرکت مشر همدارنګه ویلي، چې یوازې په تېر یوه کال کې د برېښنا د تولید په برخه کې شاوخوا ۵۰.۳ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې، او هڅې روانې دي چې د تولیدي سرچینو پراختیا، د شبکو پیاوړتیا او د توزیع مدیریت لا اغېزمن شي.
هغه ټینګار کړی، چې د برېښنا دوامداره ثبات د ټولو خلکو ګډ مسئولیت دی او د تولید او مصرف ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره د عامو وګړو همکاري مهمه ده.

