عبدالباري عمر نغلو کې د لمريزې برېښنا پروژه د چاپېریال ساتنې لپاره مهم ګام دی

د افغانستان د برېښنا شرکت عموموي اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، چې اسلامي امارت د نغلو لمريزې برېښنا توليد دستګاه په جوړولو سره د چاپېريال ساتنې برخه کې خپله ژمنتيا ثابتوي.
ښاغلي عمر د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې د لمريزې برېښنا لويې پروژې ګټې اخيستنې په مراسمو کې د نغلو لمريزې برېښنا توليد دستګاه جوړول د هوا ککړتيا په مخنوي کې خورا مهم لومړيتوب بللی دی.
د ويلو ده، چې ياد پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري، چې په فعالېدو سره به يې له ۲۳ زرو زياتو کورنيو ته برېښنا برابره شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3392e

