عثمان ډېمبېلې او ایټانا بونمټي: د ۲۰۲۵ کال بالون‌ډور ګټونکي اعلان شول

فرانسوي فوټبالر عثمان ډېمبېلې د ۲۰۲۵ کال د بلون ډور يا سرو زرو توپ جايزه وګټله. بل پلو د ښځينه وو په برخه کې د اسپانيا ايټانا بونمټي د درېيم پرلپسې ځل لپاره دغه جايزه خپله کړه.

عثمان ډېمبېلې چې د فرانسې د پاريس سېنټ جرمن (پي اېس جي) لپاره لوبېږي په داسې حال کې دا جايزه ترلاسه کړه چې روزونکی یې لوېس اېنريک د کال غوره روزونکی او دفوټبال کلب یې پي اېس جي غوره کلب ونومول شو.

ښځينه فوټبال کې، ۲۷ کلنې ایټانا بونمټي د درېیم ځل لپاره د بالون ډور جایزه وګټله. هغې د اسپانیې لپاره نړیوال جام هم ګټلی و.

له ۳۰ لوبغاړو څخه وروستي پړاو ته شپږ تنه وتلی چې په هغو کې د پي اېس جي عثمان ډېمبېلې، د بارسلونا لمين جمال، د لېورپول محمد صلاح، د بايرن ميونيخ، هري کېن، د بارسلونا رافينها او د ريل ماډريډ کېليان اېمبپې شامل وو.

د بارسلونا لامين يمال (جمال) د ځوان لوبغاړي جايزه وګټله. په ښځينه وو کې دا جايزه د ریل ماډريډ ويکي لوپېز ترلاسه کړه.

ليونل مېسي تر ټولو ډېر د سرو زرو توپ جايزه ګټلې ده. نوموړي اته ځله دغه جايزه خپله کړې. بل پلو کريسټيانو رونالډو پنځه ځله د سرو زرو توپ ګټلی دی.

له ۲۰۰۸ کال راهيسې يوه لسيزه دغو دواړو لوبغاړو بل چا ته د ګټلو چانس ورنکړ.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5912a
دکمه بازگشت به بالا