عجیبه سمندري ماهي د ټرمپ سره د بڼې ورته‌والي له امله انټرنېټ کې مشهوره شوه

يوه عجيبه سمندري ماهي چې علمي نوم يې Lactoria cornuta دی، دا ورځو په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه د امريکا له اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د بڼې د ورته‌والي له امله مشهوره شوې ده.
دغه ژېړ رنګه، شاخ‌لرونکې ماهي چې مخکينۍ برخه يې لږ پړسوب او ځانګړی شکل لري، د انټرنېټ کاروونکو پام ځان ته اړولی او ګڼ شمېر کسان يې د څېرې حالت، رنګ او “اعتماد ډک” ولاړ حالت د ټرمپ له ظاهري سټايل سره پرتله کوي. د ټولنيزو شبکو کاروونکي په ټوکو ليکي چې: «سمندر هم خپل سياستوال لري!»
دا ماهي يوازې د بڼې له امله نه ده مشهوره شوې؛ د سمندري ژوند متخصصان وايي، کله چې دا ماهي ونيول شي يا د خطر احساس وکړي، له ځانه غرغره‌ډول غږ وباسي. همدې ځانګړنې د دې انځورونه او ويډيوګانې نورې هم جالبې کړې او خلک يې په ټوکو داسې تعبيروي لکه “سمندري وينا” کوي.
کارپوهان ټينګار کوي چې دا يوه طبيعي سمندري ژوی دی او د نړۍ په تودو او نيمه‌تودو سمندري سيمو کې ژوند کوي. خو ټولنيزې رسنۍ بيا د علمي معلوماتو پر ځای د دې ماهي “سياسي شهرت” ته ډېره پاملرنه کوي، او هره ورځ نوې ټوکې، مېمونه او تشبيهات ورسره خپرېږي.
د انټرنېټ کاروونکو لپاره دا ماهي اوس يوازې يو سمندري ژوی نه، بلکې يوه خندونکې مجازي څېره ګرځېدلې چې خلک پرې ساعتونه ساعتونه تبصرې او ټوکې کوي. سره له دې، د سمندري ژوند څېړونکي له خلکو غواړي چې د طنز تر څنګ د سمندري ژوو د ساتنې موضوع هم جدي ونيسي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1046w
دکمه بازگشت به بالا