عدليه وزارت: د تعرفې د هیئت قانون رسمي شو – سوداګري او واردات به څارل کېږي

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د عالیقدر حفظه الله له توشېح وورسته د تعرفې د هیئت قانون په رسمي جریده کې خپور کړ.
د عدلیې وزارت په وینا، دغه قانون یوه مقدمه، درې بابه، دوه څپرکي او ۲۱ مادې لري او د تعرفې د هیئت قانون د افغانستان اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره پر سوداګریزو مالونو د ګمرکي تعرفې او موسمي تعرفې د تعیین، د اغیزمنتوب بررسۍ او د بدلون مسولیت پر غاړه لري.
دغه راز د ترجیحي تعرفو، د صادراتي او وارداتي مالونو خلاصون او بندیز او یا د هېوادونو او کارخونو له ډامپنګ څخه د مخنیوي په اړه پرېکړې د یاد هیئت له صلاحیتونو څخه دي.
په دې قانون کې دغه راز د مالونو د تعرفې د بدلون پړاوونه، د صادراتو او وارداتو خلاصون او بندیز، د هیئت د پرېکړو تطبیق او د هغو څارنه، د پرېکړو محدودیتونه، د تعرفوي پرېکړو معیارونه او د ګمرکي تعرفې قانوني ارجحیت هم بیان شوی دی.