عدلیې وزارت: د حاجیانو معلمین او د مناسکو نظم د نوي فرمان لاندې ټاکل کېږي

عدلیې وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه هغه فرمان چې د حاجیانو د معلمینو قانون او د ودونو، خیښیو، مصیبتونو او د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په تړاو ورکړل شوی و، په رسمي جریده کې خپور کړی دی.
ياد وزارت وايي، په دې قانون کې د حاجیانو د معلمینو د تقرر شرایط، د سفر له پیل څخه تر پای پورې د هغوی دندې او مکلفیتونه شامل دي.
د قانون له مخې، معلمین مکلف دي چې د حاجیانو نظم وساتي، د بعثې ټولو مسوولینو سره همکاري وکړي، د مناسکو د ادا کولو څرنګوالی تشریح کړي او د شرعي خلاف عملونو په اړه پوهاوی ورکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4922a