عدلیې وزارت : د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو قاچاق د قانون له مخې منع شو

عدلیې وزارت وایي، چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپور شو.
د یاد وزارت په وینا، دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، درې فصلونه او ۳۴ مادې لري، چې له مخې یې د سوداګرۍ په موخه د هغو افرادو او شرکتونو لخوا د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو واردول چې د عامې روغتیا وزارت رسمي جوازلیک او د یادو توکو د واردولو اجازهلیک ونهلري، ممنوع شوي دي.
دغه راز په دې قانون کې راغلي چې ترانسپورټي شرکتونه، د هوايي ډګرونو کارکوونکي، د روغتیایي خدمتونو داخلي او بینالمللي موسسې او دودیز ډاکټران له جواز پرته د خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو سوداګري نه شي کولی.
د یاد قانون پر بنسټ هغه افراد او اشخاص چې له بهر څخه د ځمکني او هوايي ترانسپورټ په واسطې هېواد ته راځي هم نه شي کولای د متخصص ډاکتر د معیاري نسخې پرته، له ځان سره درمل ولېږدوي.