عدلیې وزارت وایي اسلامي امارت اسناد د شریعت پر اساس دي او نیوکه کوونکي قانوني تعقیب کېږي

عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسلامي امارت تقنيني اسناد د علماو د پلاو له لوري د الله (ج) د کتاب، د رسول الله (ص) د سنتو او د حنفي فقهې د معتبرو کتابونو پر بنسټ تدوین او ارزول کېږي او تر توشېح مخکې له شریعت سره د مطابقت له پلوه کتل کېږي.
د اعلامیې له مخې، په دغو اسنادو کې داسې ماده نه شته چې له شریعت سره په ټکر کې وي او پر دې قوانینو نیوکه د شریعت اعتراض بلل کېږي.
عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې نیوکه کوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني تعقیب لپاره معرفي شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f119f
