عراقچي: دا مهال هېڅ اټومي مرکز کې د یورانیمو غني کول نه ترسره کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، هېواد یې د اسرائيل او امریکا له‌خوا د جون میاشتې د ویجاړونکو بریدونو وروسته په هېڅ مرکز کې د یورانیمو د غني کولو چارې نه ترسره کوي.

نوموړي تېر ورځ يوې رسمي غونډې ته د وينا پرمهال ويلي، که څه هم ایران د یورانیمو د غني کولو قانوني حق لري، خو دا مهال دغه فعالیت نه ترسره کوي، او ټولې اټومي بټۍ د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر دوامداره څار لاندې دي.

دا په داسې مهال ده، چې اسرائيل او امريکا د جون په میاشت کې د ایران پر مهمو پوځي او اټومي تأسیساتو پراخ بریدونه وکړل.

په واشنګټن کې د ستراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د سپوږمکۍ د وروستیو انځورونو پر بنسټ ویلي، چې د ایران په درېیو ویجاړو شویو اټومي بټیو؛ اصفهان، نطنز او فوردو کې یوازې محدود فعالیت تر سترګو کېږي.

دغو څېړونکو زیاته کړې، چې یوازې د نطنز اټومي مرکز ته نږدې د پیکاکس غره په سیمه کې د رغونې عملي چارې پیل شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q1017w
دکمه بازگشت به بالا