عراقچي د بریدونو باوجود د ایران اټومي پروګرام لا هم فعال دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که څه هم د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا او اسراییل په بریدونو کې د ایران یو شمېر اټومي تاسیسات او تجهیزات زیانمن شوي، خو د دغه هېواد اټومي پروګرام نه دی له منځه تللی. نوموړي منلې چې امریکا پر اټومي تاسیساتو په برید کې پوځي بریالیتوب درلود، خو ټینګار یې کړی چې دا چاره د ایران د اټومي فعالیتونو د پای ته رسېدو معنا نه لري.
عراقچي الجزیرې خبري شبکې ته په مرکه کې څرګنده کړې چې د ایران اټومي ټېکنالوژي وارداتي نه ده او بنسټ یې پر کورني علمي ظرفیت ولاړ دی. د هغه په وینا، ایران خپل اټومي پروګرام په داسې بڼه پیل کړی چې پر بهرنیو تجهیزاتو تکیه ونه لري، څو د احتمالي بمبارۍ او پوځي فشارونو پر مهال له بنسټیزو وړتیاوو بېبرخې نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې اټومي پوهه، تخنیکي وړتیا او علمي بنسټونه د ایران د ساینس پوهانو د هڅو پایله ده او دا ډول ظرفیتونه د فزیکي تاسیساتو له ویجاړېدو سره له منځه نه ځي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه پوهه د بیا رغونې او تولید وړ ده او ایران کولای شي د زیانمن شویو برخو جبران وکړي.
عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک بلل کېږي او د ایران اټومي پروګرام د نړیوالو سیاسي او ډیپلوماتیکو بحثونو په محور کې پاتې دی.

