عراقچي له امریکا سره خبرې «ښه پیل» بولي او د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره خبرې «ښه پیل» یاد کړی، خو ویلي یې دي چې تهران ډیپلوماسۍ او جګړې دواړو ته چمتو دی او که یې پر هېواد برید وشي، په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ خبرې تېره جمعه د عمان به پلازمېنه مسقط کې ترسره شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته ویلي وو چې دواړو خواوو د لیدلورو او غوښتنو څرګندولو ترڅنګ هوکړه وکړه چې د راتلونکي پړاو خبرې اترې به د دواړو لورو د حکومتونو په مشوره ترسره کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی له امریکايي لوري سره په مسقط کې خبرې اترې «ښه پیل» بللی او له الجزیرې سره په خبرو کې یې ویلي چې که امریکا برید وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
هغه زیاته کړه: «که امریکا برید وکړي، موږ امریکایانو او د سیمې هېوادونو ته وایو چې په سیمه کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کوو، نه هېوادونه او د دې دواړو ترمنځ توپیر موجود دی.»
هغه له امریکا سره د جګړې د احتمال په اړه وویل: «همېشه د جګړې احتمال شته، خو ایران هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتو دی.»
په همدې حال کې، هغه هیله څرګنده کړې چې متحده ایالتونه به د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عمان په مسقط کې له ایراني لوري سره له خبرو اترو څو ساعته وروسته له امریکا سره یوې هوکړې ته په رسېدو کې د ایران پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ که دغه کار ونه شي، ایران ته به ناوړه پایلې ولري.
په داسې حال کې ده چې ټرمپ مخکې له دې هم ایران ته د برید ګواښ کړی و او ویلي یې وو چې د امریکا جنګي بېړۍ په سیمه کې ځای پرځای شوې دي.

