عراقچي وایي ایران د هر ډول برید پر وړاندې چټک او قاطع ځواب ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي ګواښ په غبرګون کې ویلي، چې د ایران وسلهوال ځواکونه په بشپړ چمتووالي سره د هر ډول تجاوز پر وړاندې چټک او قاطع ځواب ویلو ته «ګوته په ماشه» دي.
ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران تل د یوې «منصفانه، عادلانه او د متقابل ګټو» پر اساس اتومي هوکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې اتومي وسلې د ایران په امنیتي محاسباتو کې هېڅ ځای نه لري او تهران هېڅکله د دغو وسلو ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w242w

