عراقچي وایي له امریکا سره د اټومي هوکړې چانس شته، خو بېباوري لا پاتې ده

تهران ته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له وروستي خبرداري وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې دوی پر امریکا بېباوره دي، خو ټینګار کوي چې د یوې ښې هوکړې رامنځتهکېدو چانس شته.
عباس عراقچي ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات یوازې د اټومي پروګرام په اړه دي او د توغندیو موضوع پکې شامله نه ده.
نوموړي د یورانیمو سولهییز غني کول د ایران مشروع حق بللی، او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه هوکړه ترلاسه کېدای شي.
بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره داسې یوه هوکړه غواړي چې نه پکې اټومي وسلې وي او نه بالستیک توغندي.
ټرمپ تېره شپه په خپله ټولنیزه شبکه خپلو پوځیانو ته د تیارسي امر کړی و.
بلخوا ځینو نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي چې امریکا د قطر په ستره پوځي اډه (العدید) کې ځینې سترې وسلې ځای پرځای کړې دي.
د یادولو ده چې د امریکا او ایران اړیکې په ایران کې د وروستیو خونړیو وروسته لا پسې ترینګلې شوې او یو بل ته یې د پوځي اقدام خبرداري ورکړي دي.

