عربي متحده امارات د افغانستان او پاکستان اوربند هرکلی، د قطر او ترکيې د منځګړیتوب ملاتړ شوی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې په اړه د سیمهییزو او نړېوالو غبرګونونو په دوام، د عربي متحده اماراتو حکومت هم له دې هوکړې هرکلی کړی دی.
د «خلیج ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د سهشنبې په شپه (د میزان ۲۹مه) د یادې هوکړې په تړاو د ابوظبۍ غبرګون خپور کړی دی.
یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې له اوربند سره د ملاتړ تر څنګ، د قطر او ترکيې له هغه نوښت څخه هم ستاینه کړې، چې موخه یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اوربند ټينګښت او د سولې فضا رامنځته کول دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1109s

