عزيزي قرغیزستان کې له افغان پانګهوالو سره: د هېواد اقتصادي فرصتونه پرانېستي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي قرغیزستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې اورېدلې دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې ښاغلي عزيري له راستنېدونکو افغان پانګهوالو سره د امارتي ادارو د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او له پانګه والو یې غوښتي چې هېواد ته راستانه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a477s