عزیزي ایکو غونډه کې مو د افغانستان د ټرانزیټ او پانګونې لپاره ملاتړ ترلاسه کړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو په ناسته کې ګډون او وینا کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، ښاغلي وزیر د ایکو غړو هېوادونو څخه د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ او نړیوالو پانګوالو ته د پانګونې د جذب ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.
ښاغلی جواد زیاتوي، چې په دې ناسته کې ښاغلي وزیر په سیمه‌ییزه کچه د ټرانزیټي څلور لارې په توګه د افغانستان رول او جغرافیایي موقعیت تشریح کړی او په سوداګریزو او ټرانزیټي پروژو کې یې د افغانستان د لا فعالې همکارۍ د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې استانبول ښار کې د اقتصادي همکاریو د سازمان د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f792h
دکمه بازگشت به بالا