عزیزي خیریه بنسټ د اسلامي بانک په همکارۍ شل زره کورنیو ته مرستې وېشلي دي

عزیزي خیریه بنسټ خبر ورکړی، چې دغه بنسټ د اسلامي بانک په همکارۍ د روژې مبارکې میاشتې لپاره له شل زره مستحقو کورنیو سره د مرستو وېش لړۍ روانه ساتلې ده.
د بنسټ د معلوماتو له مخې، په وروستي پړاو کې یې د کندز ولایت پر سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي. په دغو مرستو کې لومړني خوراکي مواد شامل دي، چې موخه یې د بېوزلو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول بلل شوي.
مسوولان وایي، هڅه کوي چې د روژې میاشتې پر مهال مرستې په منظم او عادلانه ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي، څو د اقتصادي ستونزو له امله د خلکو پر ژوند فشار کم شي.
له دې مخکې هم یاد بنسټ په بغلان ولایت کې د شل زره کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرستې وېشلې وې، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بشري مرستو د دوام یوه برخه ګڼل کېږي.
د مرستو دا لړۍ په داسې وخت کې دوام مومي، چې ګڼې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې له جدي ننګونو سره مخ دي، او خیریه بنسټونه هڅه کوي د ټولنیز ملاتړ تشه تر یوه بریده ډکه کړي

