عزیزي د اېکو وزیرانو ناستې او حلال ۲۰۲۵ نندارتون لپاره ترکیې ته روان شو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان(اېکو) د وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه سفر د ترکیې په رسمي بلنه شوی او ټاکل شوې ښاغلی عزیزي د اېکو سازمان د وزیرانو په ناسته کې د ګډون سربېره د حلال ۲۰۲۵ نندراتون د پرانیستې په مراسمو کې هم برخه واخلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر به دغه راز د ترکیې د خصوصي سکټور له غړو سره افغانستان ته د پانګونې د جذب په تړاو هم خبرې وکړي.

دکمه بازگشت به بالا