عزیزي سبا هند ته ځي د سوداګرۍ، ترانزیت او همکاریو پراخ بحثونه به وشي

ټاکل شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سبا (چهارشنبه، د لړم ۲۸مه) هند ته د یوه رسمي سفر په موخه روان شي. د موضوع له نږدې سرچینو په وینا، د دغه سفر هدف د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د ترانزیتي لارو پر پراختیا بحث، او د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو زیاتول دي.
سرچینې وايي، ښاغلی عزیزي به په هند کې د حکومت له لوړپوړو چارواکو، سوداګریزو شوراګانو او اړوندو اقتصادي بنسټونو سره د غونډو پر مهال د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د صادراتو د اسانتیاوو او د نویو ګډو پروژو د پیل په اړه مفصل بحثونه وکړي. تمه ده چې د سیمې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د اوږدمهاله همکاریو په چوکاټونو هم خبرې وشي.
دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې مخکې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم هند ته سفر کړی و او هلته یې د یاد هېواد له چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې کړې وې. د دواړو وزیرانو پرلهپسې سفرونه د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د تدریجي پراختیا او همکارۍ د نوې مرحلې نښه بلل کېږي.

