عزیزي له ترکیې سره د ګډې سوداګریزې ډلې پر جوړېدو هوکړه وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، په ترکیه کې د یاد هېواد د سوداګرۍ وزیر عمر پولات سره کتلي او د کابل او انقرې ترمنځ یې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ترکیې شرکتونو د پانګونې پر جذب ټینګار کړی دی.
سرچینه زیاتوي، دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړېدو هوکړه کړې او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ډلې لومړۍ ناسته هم ترسره شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w235e

