عزیزي له هند سره مو د سوداګرۍ پراختیا، ویزو او ګډو پانګونو په اړه هوکړې کړې

د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره کتلي او دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي عزیزي له خپل هندي سیال سره د هوايي، ځمکني او سمندري سوداګرۍ پراختیا، د نهاواشيوا بندر د ستونزو حل، د بانکي معاملو اسانتیا، سوداګریزو او طبي ویزو، ګډې پانګونې او نندارتونونو په اړه هم بحث کړی دی.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز د ګډې سوداګرۍ او پانګونې د کاري ډلې د فعالولو او د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د ترسره‌کېدو لپاره ځینې هوکړې هم شوې دي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/f763h
دکمه بازگشت به بالا