عمران خان دوه کاله زندان؛ ولس په سرحد کې

له لومړۍ وزارت نه زندان ته؛ د عمران خان دوه کلنې بندیز کلیزه، پاکستان یو ځل بیا د احتجاجونو په درشل کې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف پاکستان ګوند موسس عمران خان دوه کاله مخکې د ۲۰۲۳ کال اګست میاشتې پر پینځمه نېټه له هغه وروسته په لاهور ښار کې ونیول شو، چې د دې هېواد یوې محکمې د فساد قضیه کې نوموړی په درې کاله زندان سزا محکوم کړ.
په زندان کې د نوموړي دوو کلونو تېرېدو په مناسبت نن (اګست پینځمه) د نوموړي ګوندي ملګرو په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی. په ورته مهال د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه رالپنډۍ ښار کې ځايي چارواکو پر هر ډول لاریونونو ، غونډو او مظاهرو بندیز لګولی دی.
د کرېکټ نړیوال ستوری عمران چې وروسته سیاستوال او بیا د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو، د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې ساتل کېږي او پاکستان کې خورا ګڼ شمېر پلویان لري.