عمران خان روغتون ته د لېږد پرېکړه د روغتیايي اندېښنو او سیاسي غبرګونونو تر سیوري لاندې

مسلم لیګ (ن) مخکښ طارق فضل چودري ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي، څو ورته لازمې طبي اسانتیاوې برابرې شي.
بل لور ته، تحریک انصاف (PTI) پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه د اندېښنو له امله په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه ترسره کړي. ګوند ویلي، د هغه د روغتیا خرابېدو راپورونه جدي دي او باید سمدستي بشپړه درملنه ورته برابره شي.
حکومت په دې وروستیو کې د سیاسي او عامه نیوکو تر فشار لاندې دی، ځکه منتقدان ادعا کوي چې عمران خان ته د سترګو درملنې او عمومي طبي پاملرنې مناسب شرایط نه دي برابر شوي. د راپورونو له مخې، نوموړي شکایت کړی چې د درملنې له هڅو سره سره یې د ښۍ سترګې لید یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه پاتې دی، چې دا وضعیت یې اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
د سیاسي شنونکو په باور، د عمران خان روغتیايي موضوع یوازې طبي مسئله نه ده، بلکې سیاسي اړخ هم لري او ښايي راتلونکو ورځو کې د پاکستان پر کورنیو سیاسي حالاتو مستقیم اغېز وکړي، په ځانګړي ډول که احتجاجونه پراخ شي او حکومت تر زیات فشار لاندې راشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q435q
دکمه بازگشت به بالا