عمران خان عاصم منیر په قصدي ډول پر افغانستان تاوتریخوالی پاروي او پاکستان ناامنوي
په پاکستان کې د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني لومړی وزیر عمران خان د هغه په نوم خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د افغانستان پر وړاندې تاوتریخوالی په قصدي ډول پاروي، څو ځان د “نړۍوال مجاهد” په توګه وښيي او د لوېدیځ ملاتړ ترلاسه کړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان په تړاو د کړکېچ پارول، روان سیاسي لمسون، د افغانانو ګواښل، د کډوالو جبري ایستل او د بېپیلوټه الوتکو عملیات د پاکستان د امنیت وضعیت خراب کړی او د ناامنۍ کچه یې لوړه کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې دا ډول پالیسۍ د “ترهګرۍ ناسور” له کنټروله وتلو سبب شوې او هېواد یې د شخصي محاسباتو او سیاسي موخو له امله له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. په بیان کې ټینګار شوی چې د دغو اقدامونو دوام د پاکستان په کورني ثبات ناوړه اغېز کړی او د تاوتریخوالي چاپېریال یې لا پراخ کړی دی.
د اعلامیې یوه بله مهمه برخه د عمران خان د بند وضعیت او د هغه د مېرمنې په اړه ده. په بیان کې ادعا شوې چې د خان مېرمن په “جعلي قضیو” کې بندیان شوې او د سختو فشارونو لاندې ساتل کېږي. عمران خان منشي ادارې ته د وکیلانو او کورنۍ د لیدنې د مخنیوي انتقاد هم کړی او دا کار یې د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.
عمران خان په اعلامیه کې د پوځ مشر عاصم منیر ته تند غبرګون ښودلی او ادعا یې کړې چې د هغه د “ذهني اختلال او کمزوري اخلاقي معیارونو” له امله په پاکستان کې قانون، اصول او اساسي انساني حقونه له منځه تللي دي. هغه ټینګار کړی چې د محکمې حکمونو ته پاملرنه نه کېږي او د هغه قانوني حقونه عملاً محدود شوي دي.

