غزنوي د تاجکستان له چارواکو سره مو د بندرونو نظم او سرحدي همغږۍ خبرې وکړې

د بدخشان والي، مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ یو پلاوي نن تاجکستان ته سفر کړی دی.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند، عابدالله فاروقي ویلي چې یاد پلاوي د تاجکستان له ځینو لوړپوړو چارواکو سره ناسته کړې ده.
د ښاغلي فاروقي په وینا چې په دې ناسته کې د بندرونو د نظم او سرحدي همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f798h
دکمه بازگشت به بالا