غزني درې کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

امنیتي چارواکي غزني کې خبر ورکوي چې ځواکونو یو درې کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګلو خوندي راخوشی کړی او کورنۍ ته یې سپارلی دی. د خپرو شوو معلوماتو له مخې، ماشوم تېره شپه د یوې کړۍ له لوري د کابل ښار له «پل محمود خان» سیمې تښتول شوی و او تښتوونکو هڅه لرله هغه غزني ته انتقال کړي.

سرچینې وایي، د تښتونې تر شا موخه د پیسو ترلاسه کول وه او تښتوونکو د ماشوم له پلار څخه د لوړې نغدې غوښتنه کړې وه. د امنیتي ځواکونو د چټکو عملیاتو په پایله کې ماشوم بې له زیانه راخوشی شوی او شکمن کس نیول شوی دی.

چارواکي زیاتوي، لومړني پلټنې روانې دي او هڅه کېږي د انسان‌تښتونې د دې پېښې ټول عوامل ونیول شي. همداراز ټینګار کوي چې د ماشومانو د تښتونې پر وړاندې مبارزه جدي شوې او امنیتي ادارې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره دوامدار ګامونه اخلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f977h
دکمه بازگشت به بالا