غزني: د درېیو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې، خلکو ته د کار زمینه برابره شوه

غزني کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښټ د درېیو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې.
دغه پروژې د غزني ښار د څلورمې او شپږمې ناحیو په قلعه شاده او توحیداباد سیمو کې پلې شوې چې د یو استنادي دېوال او دوو سړکونو رغولو چارې په‌کې شاملې دي.
د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د غزني ښاروالۍ سکټوري امر مولوي فضل‌احمد مدني وویل چې دغه پروژې د نړۍوال بانک له خوا د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت او د یونپس موسسې په تخنیکي همکارۍ بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، یادې پروژې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ورځې ۳۰۰ کسانو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د سیمې یوه قومي مشر حاجي اسحاق سریع خبري اژانس ته وویل، یاد سړکونه د غزني ښار له مهمو سړکونو دي چې هره ورځ زرګونه خلک پرې تګ راتګ کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a707s
دکمه بازگشت به بالا