غزني: د ناوې سړک جوړونې چارې پيل شوې؛ اوږدوالی ۲۰.۵ کیلومتره، لګښت ۴۴۸ میلیونه افغانۍ.

د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د سړک د جوړولو چارې رسماً پيل شوې. دغه سړک د مقر ولسوالۍ له بازاره پیلېږي او د ګیلان ولسوالۍ تر جهانګیر بازاره به وغځېږي.
د سریع خبري اژانس خبريال د ياد ولايت د ټولګټو رياست په حواله وايي، دغه سړک شاوخوا ۲۰.۵ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره سور او د دواړو خواوو لپاره یونیم ـ یونیم متر شولډر لري.
د مسوولينو په وينا، د پروژې ټولیز لګښت ۴۴۸ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې چارې به يې په ۱۸ مياشتو کې بشپړې او په ورځني توګه تر ۳۰۰ ډېرو کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.
ويلکېږي، دغه سړک د ستراتيژيک اهميت له مخې، د غزني د ګیلان، مقر او ناوې ولسوالۍ له زابل او پکتیکا ولایتونو سره نښلوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5598a