غزني: د «هنر» تر عنوان لاندې درې ورځنی خطاطۍ نندارتون پرانیستل شو

په غزني ښار کې د «هنر» تر عنوان لاندې د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو چې په‌کې لسګونه اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د غزني د ښکلي لیکنو ټولنې په همکارۍ د دغه ریاست په انګړ کې د «هنر» تر عنوان لاندې جوړ شوی دی.

د نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل، موخه یې هنر او فرهنګ ته د ځوانانو د پام ور اړول دي.

هغه زیاته کړه، دغه اثار په بېلابېلو سبکونو لیکل شوي او د خلکو لپاره ارزښتناک دي.

د نوموړي په خبره، هنر د انسان په ژوند کې ځانګړې معنا لري او د هنر له لارې پیغامونه په اغېزناک ډول خلکو ته رسېږي.

ملا حمیدالله نثار یادونه وکړه، غزني د شاعرانو، لیکوالانو او نورو هنرمندانو له تاریخي شالیده برخمن ولایت دی، نو ځکه دوی د هنرمندانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دغه ولایت کې نور نندارتونونه هم جوړ شي.

د خوشنویسانو یا «ښکلو لیکنو» ټولنې مشر، قاري شکرالله هم په خپلو خبرو کې د ښکلي لیک د ودې او د هنر د پرمختګ لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل ارزښتناک وبلل.

هغه وویل، دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د هڅونې او د نوو استعدادونو د راټوکېدو لپاره ګټور دي. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته وغوښتل چې د هنري نندارتونونو، لکه خطاطۍ او انځورګرۍ لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.

د محمداجمل په نوم د دغه نندارتون یوه ګډونوال سریع خبري اژانس ته وویل، له هنري اثارو ډېر متاثره شوی او دا ډول نندارتونونه د هنر او فرهنګ د معرفي کولو لپاره ښه فرصت ګڼي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې هنرمندان دې وهڅول شي، څو غزني د هېواد په کلتوري نقشه کې لا روښانه کړي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د یاد ریاست له لوري د مطالعې دودولو په موخه د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a708s
دکمه بازگشت به بالا